انصار: (د وږی۲۰مه)، د افغانستان بانک وایي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د امریکايي ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی.
د دغه بانک ویاند، حسیب الله نوري د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت لوړېدلو لاملونه د غوره پولي سیاست عملي کېدل بللي دي.
په ورته وخت کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویلي چې د بنسټیزو پروژو عملي کېدل، د سیاسي تعاملاتو پراختیا او افغانیو ته ډېره اړتیا د افغانیو د ارزښت په لوړېدو کې مهم بلل کېږي.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې چې د سږ کال په اسد میاشت کې د افغانۍ ارزښت تر پروسږ کال ۱۷٫۲۵ سلنه لوړ شوی دی.
بلخوا اقتصادي کارپوهانو د افغانیو د ثبات او ارزښت ساتنې لپاره له هېواده د ډالرو د قاچاق مخنیوی مهم بللی او د ډالرو پر ساتنې یې ټینګار کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33537